په پنجشېر کې د جګړې دوام؛ د مقاومت جبهه: ۱۴ طالبان ووژل شول

لخوا Aamaj News

د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي ويلي د پنجشېر د چمالوره پر قرارګاه او ارزو دره کې د طالبانو دوه پرله پسې بریدونه ناکام شوي چې په ترڅ کې یې ۱۴ طالبان وژل شوي دي.

هغه په ​​یو ټویټ کې لیکلي چې د طالبانو یو شمېر جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

احمدي زياته کړې چې په دې نښتو کې وسله مقاومت ځواکونو ته هیڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

دا په داسي حال کې ده چې په پنجشېر کې د طالبانو له ماتې او پنجشېر ته د ملا برادر او ملا فاضل له راتګ وروسته د طالبانو ځانګړي ځواکونه هم دغه ولايت رسېدلي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ