مقاومت جبهه خلکو ته: د جهل ډلې له استبداد څخه تر خلاصون پورې، په آرام نه کښېنو

لخوا Aamaj News

د ملي مقاومت جبهې نن ( سه شنبه د کب ۲۴مه) د کب ۲۴ مې، د هرات ولایت د خلکو د قیام کالیزې په تړاو یوه اعلامیه کې ویلي؛ چې افغانستان د طالبانو تر ولکې لاندې راغلی او دوی غواړي خپله استبدادي واکمني په زور او وسلې په میل سزه د افغانستان پر خلکو تحمیل کړي.

په دغه اعلامیه کې؛ چې د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي لخوا خپره شوې، راغلي: «د مقاومت جبهه خلکو ته ډاډ ورکوي چې د جهل ډلې له استبداد څخه تر خلاصون پورې، به یو شېبه هم په آرام نه کښېني.»

مقاومت جبهې زیاته کړې؛ چې افغانستان کې هېڅ استبدادي دوام نه دی کړی؛ او د پېړۍ دا استبداد به هم دوام ونه کړي.

په تېرو کالونو کې د محمد اسماعیل خان په ګډون ځینو پخوانیو جهادي څېرو په هرات کې د کب له ۲۴مې نمانځنه کړه.

خو سږ کال په هرات کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو یو لړ مراسمو کې دا ورځ ونمانځله.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ