د مقاومت جبهه: هیڅ ځواک د خلکو د ارادې پر وړاندې نه شي درېدلی؛ په پای کې ظلم له ناکامۍ سره مخ دی

لخوا Aamaj News

د ملي مقاومت جبهې د کب درېیمه، د ظلم او استبداد پر وړاندې د کابل د پاڅون د ۴۳مې کلیزې په مناسبت یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ تاریخ ښودلې چې هېڅوک د ولس د ارادې پر وړاندې نه شي درېدلی.

په اعلامیه کې راغلي: “په پای کې، ظلم د ناکامۍ سره مخ دی.”

مقاومت جبهې په دغه اعلامیه کې زیاته کړې؛ چې هیواد د بهرنیو د کړنو لاس ته لوېدلی او خلک په بې رحمه ډول ځپل کیږی. موږ د ظلم او ناپوهۍ په وړاندې درېدو ته رابولي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ