مقاومت ملي جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کار ډوډۍ او زدکړو حق ترلاسه کولو لپاره د ښځو له درېدو ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده؛ چې په کور دننه هېواد او بهر کې له ټولو مبارزو ښځو په ځانګړي هغه چې اُسلو کې یې د آزادۍ بیرغ پورته کړ، ملاتړ کړي.
یاده جبهه د نړۍ له هېوادونو په ځانګړي ډول له اروپایي هېوادونو غوښتي تر څو د طالبانو د بشر حقونو ضد جنایتونو په وړاندې د افغانستان ښځو غوښتنو ته لاسرسی وکړي.
په یاده اعلامیه کې د طالبانو له لوري د لاریونوالو ښځو نیولو څخه د یادو ښځو د غږ “چُپ کولو” په مانا تعبیر شوی.