د ناروې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان مُتقي د سفر په اړه د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د راپور له خپرېدو وروسته، اوس د مقاومت ملي حبهې غبرګون ښودلی او وایي چې “موږ باید خپل غږ پورته کړو او د یوې ترورستي ډلې د عادي کېدو مخنیوی وکړو.”
د مقاومت ملي جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علی میثمنظري د یو ټويټ په خپرولو سره ویلي: “موږ باید خپل غږ پورته کړو او هر هېواد له لوري د افغانستان د استازي په توګه د یوې ترورستي ډلې د عادي کېدو مخنیوی باید وکړو. په ناروې او نورو اروپایي هېوادونو کې له خپلو هېوادوالو غواړ تر څو دې لاریون کې ګډون وکړي.”
دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سبا ورځ د ناروې هېواد په بلنه یاد هېواد ته سفر کړي او ښایي په اسلو کې د افغان ښځو فعالانو او خبریالانو په ګډون د ناروې چارواکو او امریکایي استارو سره وویني. د یادې ناستې وخت درې ورځې ښودل شوی.