مقاومت جبهه: د ژمي له پای ته رسېدو سره تهاجمي بریدونه پیلوو

لخوا Aamaj News

د احمد مسعود په رهبرۍ د مقاومت ملي جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول، علی میثم نظري د خپل اوروپایي سفر په لړ کې له یوې بلجیمۍ ورځپاڼې سره په خبرو اترو کې ویلي چې مقاومت جبهه به له ژمي وروسته د طالبانو په ضد خپل تهاجمي بریدونه پیل کړي. “لي‌سور” ورځپاڼې له نظري څخه په نقل قول لیکلي؛ چې “طالبان کمزوري او بې نظمه شوي، موږ یو ځل بیا قدرت ترلاسه کو.”

دغه بلجیمۍ ورځپاڼې لیکلي چې د احمد مسعود په رهبرۍ د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول د خپل اورپایي سفر په لړ کې د اروپایي هېوادونو متقاعد کولو په لټه کې دی. تر څو د نړیوال ترورېزم په وړاندې دوی ترغیب کړي. 

که څه هم طالبان د هېواد په ګوټ ګوټ کې د امنیت شتون او د جګړې له پای ته رسېدو خبرې کړي. خو پوځي کارپوهان د طالبانو ضد جګییزو جبهو شتون د دوی د حکومت راتلونکي ته ګواښوونکی بولي. هغه جګړییزې جبهې چې په پنجشیر او اندراب کې د طالبانو  به وړاندې د لا ډېر انسجام په حال کې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ