د مقاومت ملي جبهه په یوه اعلامیه کې وایي؛ چې دغه جبهې د خبرو له لارې د هېواد د ستونزو د حل په موخه د طالبان او د ایران اسلامي جمهوریت پرله پسې غوښتنې ومنلې او د اسماعیل خان په رهبرۍ یو هیئت له طالبانو سره لیدلي.
د مقاومت جبهې په یاد اعلامیه کې؛ چې د یادې جبهې د بهرنیو اړیکې مسوول لخوا خپره شوې، راغلې چې یاده لیدنه کې دوی د ټولشموله حکومت د جوړښت په ګډون پر خپلو موخو ټینګار کړی.
همداشان په اعلامیه کې راغلي، چې یاده لیدنه کې طالبانو د ټولنې ریښتیا او د افغانستان خلکو د غوښتنو خلاف، د شته وضعیت پر دوام ټینګار کړی.
د مقاومت جبهه وایي؛ چې طالبانو یو ځل بیا ثابته کړه چې په هېڅ ډول د ښاري ارزښتونو او اصولو منلو، د ټولنې ټولو قشرونو او قومونو تر منځ د واک برابر او عادلانه وېش او د افغانستان خلکو ارادې او پاکو رایو څخه جوړ ټولشموله حکومت جوړښت ته چمتو نه دي.
د مقاومت جبهې په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې دا ناسته او له طالبانو سره یې سفر بې پایلې؛ پای وموند.