د مقاومت جبهه: تېرو ۹ ورځو کې په ۲۳ ولایتونو کې د چریکي بردونو په لړ کې، ۱۷۰ طالبان وژل شوي

لخوا Aamaj News

د مقاومت ملي جبهه وایي چې تېره یوه اونۍ کې د هېواد ۲۳ ولایتونو کې د چريکي بریدونو په لړ کې؛ ۷۳ طالبان وژل شوي او ۹۷ نور ټپیان شوي.

د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي وایي چې تېره اونۍ دوه بېلو پېښو کې د پنجشیر په “سالار شهدا تپه” او د “فراج” سیمه کې د مقاومت ځواکونو د کمین له امله ۹ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي.

نوموړي په یو ټویټ کې لیکلي چې تېره اونۍ د باغیس “شباشک” سیمه کې د یو بل بریالي کمین په ترځ کې شپږ طالبان وژل شوي او یوولس نور ټپیان شوي.

نوموړی زیاتوي؛ چې اندراب کې هم د بېلابېلو پېښو په لړ کې یولس جنګیالي وژل شوي او دیارلس نور یې ټپیان کړي.

احمدي څرګنده کړې چې خوست کې هم د طالبانو اوه کسان وژل شوي او شپږ نور یې ټپیان شوي او په کندز کې د یو بل کمين په پایله کې درې طالب وسلوال وژل شوي.

په ورته وخت کې؛ د نوموړي په وینا د بدخشان “فیض آباد جوزوګون” کې د یو بل کمین په ترڅ کې درې وسلوال طالبان وژل شوي.

نوموړی وایي؛ چې تېرو ۹ ورځو کې د په سمنګان ولایت، د وردګ ولایت بهسود او دایمیرداد ولسولۍ، مابل تخار غور، فراه، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کنړ، نورستان، سرپل، بلخ، پروان، جوزجان، فاریاب، هرات او غزني ولایت کې ۳۴ طالبان وژل شوي او ۵۲ نور یې له فعالیتونو غورځول شوي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې یادو بریدونو کې د مقاومت جبهې اووه کسان ځواکونه هم وژل شوي.

د مقاومت جبهې د ویاند په وینا؛ چریکي بریدونه په ډېر پام سره ترسره کېږي او هېڅ عادي هېوادوال ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ