د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې مشر له هېڅ اسرائیلي رسنیو سره خبرې نهدي کړي او له اسرائیلو یې د مرستې غوښتنه هم نهده کړې.
د ملي مقاومت جبهې د «ایکس» په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي: «د افغانستان د ملي مقاومت جبهې له هیڅ اسرائیلي رسنۍ سره اختصاصې خبرې نه دي کړي او له اسرائیلو څخه یې د مرستې غوښتنه هم نه ده کړې.»
د مقاومت جبهې دغه خبر «بېاساسه او تعصبي آوازې» بللې ده.
د اسرائيلو ماريف ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ملي مقاومت د جبهې مشر احمدمسعود په یوه مرکه کې ویلي چې «د طالبانو پرضد جګړه کې د اسرائیلو په ګډون د هر هیواد د مرستې او ملاتړ هرکلی کوي.»