د ملي مقاومت جبهې فرانسې ته د دغې جبهې د مشر د سفر خبر ورکړی

لخوا Aamaj News

د ملي مقاومت جبهې فرانسې ته د دغې جبهې د مشر احمد مسعود د سفر خبر ورکړی دی. دغه جبهې ویلي، چې ښاغلی مسعود به په دغه سفر کې له سیاسي‌مشرانو او د فرانسې د پارلمان له غړو سره وګوري.

د مقاومت جبهې ویلي چې احمد مسعود پرون (سه‌شنبه د میزان ۴مه) د فرانسې پلازمېنې پاریس ته سفر کړی دی.

د مقاومت جبهې په وینا، ټاکل شوی مسعود د فرانسې له رسنیو او نورو نړیوالو رسنیو او همدارنګه د فرانسې د اسلامي ټولنې له یوشمېر استازو او په هغه هېواد کې له مېشتو افغان‌کډوالو سره وګوري.

د مقاومت جبهې زیاته کړی چې د دغه سفر په څنډه کې به د ملي مقاومت جبهې مشر د (زمونږ ازادي) کتاب د مخ‌کتنې په مراسمو کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر په دې وروستیو کې روسیې ته سفر کړی و.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ