د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کښې د افغانستان او پاکستان د استازیو ترمینځ د لفظي شخړو په غبرګون کښې وویل: «د افغانستان په وړاندې د ناوړه ارادې او ښکاره تیري څرګنده شوې ده.»
ښاغلي مسعود پرون (سهشنبه، د تلې۴مه) په خپل «ایکس» پلیټفارم کې لیکلي: «زموږ د هېواد تاریخ د لرې او نږدې هېوادونو له غیر ضروري مداخلو ډک دی.»
له بلېخوا احمد مسعود زیاته کړې، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نمایندګۍ مشر نصیر احمد فایق د هېواد د ټولو خلکو له ملاتړ څخه برخمن دی او د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي.
د مقاومت جبهې مشر څرګنده کړه: «د دغه ډول لاسوهنو او ښکاره یرغل په شتون کښې زمونږ د بریا راز یووالی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د افغانستان او پاکستان د ډیپلوماټانو ترمنځ لفظي شخړه له هغه وروسته رامنځ ته شوه چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د طالبانو په اړه د پاکستان د حکومت دریځ څرګند کړ.
1 تبصره
Your style is unique compared to other folks I’ve read stuff
from. Many thanks for posting when you have the opportunity, Guess I
will just bookmark this site.