د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول: افغانستان د تمدن یوه هسته ده؛ د پاکستان خلکو هویت زموږ لخوا جوړ شوی

لخوا Aamaj News

د پاکستان صدراعظم عمران خان د خبرو په غبرګون کې د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري وایي چې یو څوک دې پاکستان پوه کړي، چې د دوی د خلکو هویت زموږ لخوا جوړ شوی.

نوموړي په یو ټویټ کې لیکلي: “موږ یوه قبیلوي ټولنه نه، بلکې د یو تمدن محور او مغز یو؛ هغه تمدن چې د مذهب، فرهنګ او نظام د غنا لامل شو؛ چې نن د پاکستان ستون فقرات او هویت جوړوي.”

دا په داسې حال کې ده؛ چې خان تېره ورځ اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې وویل چې داعش د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ته یو ګواښ دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ