د مقاومت جبهې او ازادۍ جبهې اختریز پیغام؛ د طالبانو په وړاندې د جګړې پر دوام ټينګار

لخوا Aamaj News

د افغانستان ازادۍ جبهې او د ملي مقاومت جبهې د اختر په اړه بېلابېلو پیغامونو کې د طالبانو په وړاندې د جګړې له دوام باندې ټينګار کړی او له «لا ډېرو پوځي چمتوالو» څخه یې خبر ورکړی دی.

مقاومت جبهې ویلي، چې لومړيتوب یې د «طالبانو ضد ټولو ځواکونو یوالی او بسیج کول» دي.

مقاومت جبهې قطر کې د افغانستان چارو کې د هېوادونو استازو او د ملګرو ملتونو سرمنشي د ناستې خبر خپرېدو په اړه ویلي، چې «د طالبانو لپاره لابي کولو یو بې‌ځایه کار او د افغانستان خلکو ګټو سره ټکر کې کړنه» ده. دې دوه جبهو د طالبانو په رسمیت پېژندل غندلي.

د احمد مسعود په مشرۍ د دې جبهې په وینا، چې «افغانستان ته د بیا آرامښت او آزادۍ ګرځېدل په مبارزې او درېدلو او فداکارۍ سره کېږي نه له طالبانو سره په معامله او تعامل.»

بل پلو د افغانستان آزادۍ جبهې په خپله بیانیه کې ویلي، چې له طالبانو سره سیاسي خبرې‌اترې ګټه نه لري او «د طالبانو په وړاندې وسلوالې مبارزې یې غوره لاره» ګڼلې ده.

دې ډلې ویلي، چې خپل فعالیتونه د عمومي بې‌وسلو کولو، موقت حکومت جوړولو او د ولسواکو ټاکنو په ترسره کولو سره دروي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ