د مقاومت جبهه: تېرو اتو ورځو کې په ۱۶ ولایتونو کې د چریکي عملیاتو په لړ کې، ۶۱ طالبان وژل شوي

لخوا Aamaj News

د مقاومت جبهې ویاند، صبغت الله احمدي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ چې تېرو اتو ورځو کې په کابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، بغلان، سمنګان، تخار، بادغیس، لغمان، بلخ، فاریاب، غزني، غور، هرات، ننګرهار او کنړ ولایتونو د طالب ځواکونو په وړاندې د دوی بریالیو چرکي عملیاتو کې ۶۱ طالبان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي.

احمدي زیاته کړې؛ چې طالب ځواکونو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په کابل، کاپیسا، بغلان او پنجشیر ولایتونو کې اوښتې ده.

د ضبغت الله احمدي په وینا؛ دې وخت کې طالبانو ډېری عام وګړي بندي کړي او د بشر ضد جنایتونه یې ترسره کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ