مقاومت جبهې د سویډن استکهلم ښار کې د قرآنکریم سوځول غندلي دي. د یادې جبهې ویاند صبغتالله احمدي وایي، چې د قرآنکریم سوځول او سپکاوی د یو نیم میلیارد مسلمانانو اعتقاداتو ته مستقیم سپکاوی دی.
احمدي نن (دوشنبه د سلواغې درېیمه) یو ټوېټ کې لیکلي، چې دا کړنه د «وحشاینه ترهګریزو شبکو» له کړنو سره هېڅ توپیر نه لري.
د مقاومت جبهې ویاند زیاته کړې، چې دې «انساني ضد» کړنې شااوخوا د یو نیم میلیارد انسانانو زړونه ټپي کړي.
مقاومت جبهې له ټولو دولتونو غوښتي، چې د بشر ګډو ارزښتونو، اعتقاداتو او مقدساتو ته درناوی وکړي او د ورته «اسلام ضد» کړنو مخنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې شنبه ورځ د ښي افراطي ګوند رهبر راسموس پالودان استکهلم کې د ترکیې سفارت په وړاندې د قرآن کریم یو جلد وسوځولو، هغه هم له دې وروسته چې د سویډن چارواکو څخه یې د دې کړنې جواز اخیستی وو.