احمد مسعود فارین پالیسي ته: طالبانو له جګړې پرته بله هيڅ لاره نه ده پرېښې

لخوا Aamaj News

فارین پالیسي د ملي مقاومت جبهې مشر، احمد مسعود او د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر، یاسین ضیا له قوله لیکلي چې طالبانو له جګړې پرته بله هیڅ لاره نه ده پرېښې.

په دې مقاله کې چې تېره ورځ (جمعه د تلي ۸مه) خپره شوه راغلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ښايي د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد وي او دا هېواد اوس مهال د «ترهګرو طالبانو» لخوا اداره کیږي.

د مقاومت جبهې مشر له فارین پالیسي سره په مرکه کې زیاته کړې چې خلک له طالبانو راضي نه دي او د نړۍ په ډېر لږ ملاتړ سره کولای شي د افغانستان یوه برخه ازاده کړي.

احمد مسعود فارین پالیسي ته ویلي د بهرنیو ترهګرو د شتون او له نړیوالو ترهګرو شبکو سره د طالبانو د اړیکو د دوام په اړه د ورکړل شویو خبرداریو په خلاف، دا خبرداری تر هغه وخته له پامه غورځول شوی و چې ایمن الظواهري په کابل کې ووژل شو. مسعود د حقاني شبکې او القاعدې ترمنځ اوږدمهاله او ژورو اړیکو ته په اشارې سره وویل چې دا اړیکې لا هم ټینګې دي.

مسعود زیاته کړې: «افغانستان د ترهګرۍ په مرکز د بدلېدو په حال کې دی او د ترهګرو موخه یوازې افغانستان نه دی بلکې د دوی نظر دا دی چې خپل فعالیت ټولې نړۍ ته وغځوي.»

د مقاومت جبهې مشر د امریکا ولسمشر، جوبایډن وینا ته په اشارې سره چې امریکا به د وسله والو مخالفینو ملاتړ ونه کړي زیاته کړه: «په نولسمه لسیزه کې مو شرایطو ته د نه پاملرنې تجربه درلوده.» هغه یو ځل بیا د دا ډول نه پاملرنې د تکرار په وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي: «دا یوه ناورین جوړونکې تېروتنه ده.»

د فارن پالیسي د راپور په دوام کې راغلي چې د چین، پاکستان او روسیې په ګډون د سیمې هېوادونه چې له طالبانو ملاتړ کړی اوس د افغانستان له لوري د دوی هېوادونو ته د ورپېښ ګواښ له امله پښیمانه دي.

دې خپرونې د روسیې او طالبانو ترمنځ وروستي موقتي هوکړې ته په اشارې سره ویلي چې چین هم د سرو زرو، یورانیمو او لیتیم په څېر کانونو ته لېواله دی او پاکستان هم له دغه هېواد څخه په ټیټه بیه د ډبرو سکرو په لټه کې دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ