د ملي مقاومت جبهه وایي، چې د بهرنیو ترهګرو ډول ۱۶ د رهبرۍ غړي د طالبانو لخوا له بېلابېلو سیمو څخه کابل او بیا بغلان، کندز او بدخشان ولایتونو ته لېږدول شوي دي.
د افغانستان ملي مقاومت جبهې تېره شپه (یکشنبه) ناوخته د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د مالوماتو پر بنسټ، د ختیځ ترکستان د اسلامي جنبش رهبر حاجي فرقان، د تاجېکستان انصارالله جماعت مسوول مولوي ابراهیم، د ازبېکستان اسلامي تحریک مسوول شېخ ذاکر او د هېواد په شمال کې د القاعده څانګې مسوول عبدالحق اویغوري د روان میلادي کال اګېسټ ۲۰مه په سهشنبه ورځ کابل ته راغلي او د درې ورځو لپاره د وزیر اکبر خان په ۱۱ سړک د حاجی افضل په کور کې چې د حقاني شبکې په واک کې دی، وو.
یادې جبهې زیاته کړې: «یوه معتبره سرچینه د ملي مقاومت جبهې استراتژیکو اړیکو څېړنیزې ډلې ته وایي چې دوی د حقاني شبکې له رهبر سراجالدین حقاني سره لیدلي او د خپلو راتلونکو پروګرامونو د پرمخ وړلو او په دې اړه یې مفصلې خبرې کړې دي، چې راتلونکې شپږ میاشتې د هېواد په شمال کې د بهرنیو جنګیالیو شبکه قوي کړي او دا چې بهرنیو جنګیالیو پنځوس سلنه غړي باید منځنۍ آسیا ته د لېږد په پروګرام کې شامل شي.»
په خبرپاڼه کې راغلي: «چې یاده ناستو کې د حاجي فرقان له شبکې عبدالحق او ازبېکستان اسلامي تحریک څخه شېخ ذاکر د القاعده د تقویت او د دې ډلې له نورو څانګو سره د اړیکو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.»
د مقاومت جبهې په وینا، د هغه پرېکړو او فیصلو پر بنسټ چې د حقاني په کور کې ترسره شوې دي، ښایي له عربي هېوادونو او د سیمې له هېوادونو یو زیات شمېر بهرني جنګیالي د افغانستان خاورې ته دننه شي.
یادې جبهې څرګنده کړې، چې د هېواد په شمال کې د بهرنیو جنګیالیو شبکې د عمومي مسوول په توګه د حقاني شبکې لخوا مولوي ابراهیم تاجېک ټاکل شوی، چې تر ټولو ډېر له داعش سره اړیکه لري.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو سره، تل د بهرنیو ترهګرو ډول د جنګیالیو او رهبرانو د شتون له ډېرښت څخه راپورونه وړاندې شوي دي.
طالبانو تل یادې ادعاوې رد کړې دي.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Find More here to that Topic: aamajnews24.com/ps/nrf-130/ […]