د مقاومت جبهه: طالبانو د بشریت ضد جنایتونو ته دوام ورکوي او ورځ تر بلې یې جنایتونه زیاتیږي

لخوا Aamaj News

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د افغانستان د ملي اتل، احمد شاه مسعود د وژل کېدو د ۲۱ کلیزي په مناسبت وايي چې طالبانو جنګي جنایتونو او د بشریت ضد جنایت ته دوام ورکړی او جنایتونه یې ورځ په ورځ زیاتیږي.

د مقاومت جبهې نن (جمعه، د سنبلې ۱۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې افغانستان چې په تېرو دوو لسیزو کې له سیمې او نړۍ سره نسبتاً د همغږي فضا تجربه کړې؛ خو یو ځل بیا د طالبانو او د هغوی هملاسي بهرني تروریستي ډلو له خوا اشغال شو.

په دغه اعلاميه کې راغلی چې اوس مهال د هېواد مليونونه وګړي له بې وزلي، بېکارۍ، بېځايه کېدو، له زده کړو محروميت او د نورو بشري حقونو او ازاديو له ممانعت سره مخ دي.

د مقاومت جبهې زیاته کړې ده چې طالبانو د پخوا په پرتله په ډېر تند چلند سره د اسلامي شریعت خلاف اعمالو، د بشري حقونو سرغړونې، جنګي جنایتونه او د بشریت ضد جنایتونو ته دوام ورکړی او ورځ تر بلې یې جنایتونه زیاتیږي.

په اعلامیه کې راغلي: «موږ د افغانستان له ټولو ازادو خلکو او د افغانستان د ملي اتل لارویانو څخه غواړو چې د ظالم او تیري کوونکي نیابتي او تروریستي ډلې پر وړاندې د سیاسي، نظامي، ټولنیزه، دیني او کلتوري مبارزې سره له ظلم، اشغال او یرغل څخه د هیواد د خلکو خلاصون لپاره د شرعي، ملي او تاریخي ضرورت په توګه د ملي مقاومت د پیاوړتیا او پراخې لپاره هڅې وکړي.”

د يادونې وړ ده چې احمدشاه مسعود يوویشت کاله وړاندې په همدې ورځ په تخار ولايت کې د دوو تنو عربو چې ځانونه يې خبريالان معرفي کړي وو د ځانمرګي بريد له امله ساه ورکړه.

هر کال د سنبلې اتلسمه نېټه په هیواد کې عمومي رخصتي وه؛ خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره، دوی دغه ورځ له افغان کلیزې څخه لرې کړه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ