د مقاومت جبهې کلنی راپور: په تېر یو کال کې ۱۲۱ تنه مقاومت کوونکي او ۷۱۵ طالبان وژل شوي دي

لخوا Aamaj News

د مقاومت جبهې په خپل کلني راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په یوه کال کې د مقاومت ځواکونو ۱۲۱ غړي د طالبانو له خوا وژل شوي او تر ۷۱۵ زیات طالبان د مقاومت کوونکو لخوا د جګړې په ډګرونو کې وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.

دغې جبهې نن (شنبه، سنبلې ۱۲مه) د یو کلن راپور په خپرولو سره، ادعا کړې چې د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته د ماشومانو او ښځو، خبریالانو او مدني او سیاسي فعالانو په ګډون څه باندې ۲۲۲۹ پخواني پوځیان او ملکي وګړي د طالبانو له خوا نیول شوي، شکنجه شوي او بیا په ډزو وژل شوي دي.

د دغې جبهې په وینا، د طالبانو له خوا د ملکي وګړو تر ټولو زیاتې وژنې په پنجشیر، د بغلان په اندرابونو او خوست او تخار ولایتونو کې شوې دي.

د مقاومت جبهې د کلني راپور پر بنسټ، دغه ارقام د باوري سرچینو، د سیمې د مشرانو او اوسېدونکو، د قربانیانو د کورنیو د غړو او مدني فعالانو په مټ ټول شوي دي.

دغې جبهې په خپل کلني راپور کې طالبان د جګړې له بندیانو سره په غیر انساني چلند تورن کړي او زیاته کړې یې ده: «دغې ډلې په داسي حال کې لسګونه ملکي وګړي د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور په ډزو وژلي دي چې له دغې جبهې سره یې هیڅ تړاو نه درلود.»

همدا ډول د دوی په راپور کې راغلی چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې په وژنو او د بشریت ضد جنایتونو لاس پوري کړي دي.

د مقاومت د جبهې دا راپور او ادعاوي په داسې حال کې کیږي چې په وار وار د یو شمېر نړیوالو سازمانونو له خوا طالبان د افغانستان په ځینو برخو کې د ملکیانو په وژلو تورن شوي دي.

طالبانو تر اوسه د مقاومت جبهې د راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ