تخار کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې دې ولایت کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو د کمین په پایله کې ۴ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
سرچینې نن (شنبه د زمرپ ۲۹مه) وایي چې دا برید تېره شپه د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ په سر آسیاب سیمه کې شوی.
سرچینو څرګنده کړې چې دې پېښه کې د طالبانو څلور میله وسلې هم د مقاومت جبهې د ځواکونو لاس ته لوېدلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې شپه د تخار ولایت مرکز کې د طالبانو پر یوه قرارګاه د مقاومت جبهې د ځواکونو په برید کې ۲ طالبان وژل شوي او ۱ بل طالب ټپي شوی.
د یاد برید له امله د طالبانو ۵میله وسلې هم د مقاومت جبهې د ځواکونو لاس ته لوېدلې دي.