مقاومت جبهه: پنجشېر کې د ګډو عملیاتو په لړ کې ۸۹ طالبان وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي

لخوا Aamaj News

د افغانستان ملي مقاومت جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې پنجشېر ولایت کې د یادې جبهې ګډو عملیاتو په پایله کې، ۸۹ طالبان وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي.

د ملي مقاومت جبهې نن (سه‌شنبه د زمري ۲۵مه) د یادې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پنجشېر ولایت په څو ولسوالیو کې د یادې جبهې د قرارګاوو د ګډو عملیاتو په پایله کې ۸۹ طالبان وژل شوي او د ۲۶ تنه نور یې ټپیان شوي.

دا په داسې حال کې ده چې مقاومت جبهې تېره ورځ د یادې جبهې د ځواکونو په لاس د ۴۰ تنه طالب جنګیالیو له ژوند نیولو خبر ورکړی وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ