مقاومت جبهه: پر شیعیانو د تېرو دوه ورځو بریدونه د طالبانو لخوا شوي

لخوا Aamaj News

د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي ویلي چې د کابل لوېدیځ کې د تېرو دوه ورځو خونړي بریدونه د طالبانو لخوا پلان او ترسره شوي دي.

احمدي نن یکشنبه د (زمري ۱۶مه) په یو ټوېټ کې لیکلي «زموږ پر شعیه وروڼو د تېرو دوه ورځو خونړي بریدونه کابل کې د عمري قطعاتو په مرکز کې د طالبانو دفاع وزارت یو شمېر قومندانانو او د دوی د سړک غاړې بمي بریدونو شبکې د پخواني مشر بدرالدین حسن‌زي لخوا پلان او ترسره شوي دي.»

د مقاومت جبهې ویاند د قربانیانو له کورنۍ سره خواخوږۍ په شریکولو سره زیاته کړې « زموږ دا هېوادوال د طالب اشغالګرو ډلې لخوا د افراطي عواملو له امله په ډېر مظلومانه بڼه په خاورو او وینو وتپل شول.»

مقاومت جبهه په داسې حالې کې دا ادعا کړې چې د کابل لوېدیځ کې د وروستیو بریدونو مسولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی. خو طالبان تل ادعا کړي چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ