د القاعدې مشر په کابل کې ووژل شو؛ مقاومت جبهه: افغانستان د ترهګرو په مرکز بدل شوی دی

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د القاعدې د مشر له وژل کېدو وروسته د مقاومت جبهه وايي، په دې هېواد کې د القاعدې د مشر اوسېدل د دې ښکارندويي کوي چې افغانستان د ترهګرو په مرکز بدل شوی او د سیمې او حتی نړۍ هېوادونه یې له ګواښ سره مخ کړي دي.

یادې جبهې نن (چهارشنبه د زمري ۱۲مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمن کېدو سره د القاعدې په څېر ترهګرو ډلو ته په یاد هېواد کې د بیا را ژوندي کېدو ښه فرصت برابر شوی دی.

په دې اعلامیه کې همدا راز ویل شوي: «طالبانو او د هغوی غیر انساني کړنې د دې لامل شوې، چې د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم په پرله پسې ډول د بهرنیو ځواکونو له خوا تر پښو لاندې شي او زموږ د خلکو ملي ویاړونه زیانمن شي.»

یادې جبهې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د القاعدې د مشر وژل کېدل یو ځل بیا د طالبانو پر وړاندې د مقاومت د جبهې د مبارزې «پر حق والي» ثابتوي چې د تر ټولو خطرناکو افراطي ډلو او نړیوالو ترهګرو کوربه دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په شپه (د زمري ۱۰مه) په یوه ټلویزیوني وینا کې خبر ورکړ چې ایمن الظواهري د افغانستان د پلازمېنې کابل په زړه کې د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ