د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي وایي چې د پنجشېر خنج ولسوالۍ شابه قرارګاه ته نږدې پر طالبانو د مقاومت کوونکو د برید په پایله کې، څلور طالبان وژل شوي او دوې وسلې یې په غنیمت نیول شوې دي.
په ورته وخت یوه سرچینه آماج ته وایي چې یاده نښته نن (سهشنبه د زمري ۱۱مه) سهار ۱۰:۳۰ دقیقې مهال پیل شوې او تر اوسه دوام لري.
د سرچینې په وینا یاده نښته کې د مقاومت جبهې یو له ځواکونو هم ټپي شوی.
بل پلو بغلان کې سرچینې آماج ته وایي چې د یاد ولایت خوست ولسوالۍ په خاهوش دره کې د طالبانو او مقاومت جبهې د ځواکونو تر منځ جګړه کې څلور طالبان وژل شوي.
د دې سربېره چې تېرو یولس میاشتو کې طالبانو ته په پنجشېر او بغلان ولایتونو کې له ملي مقاومت جبهې سره جګړه کې ډېره مرګ ژوبله اوښتې، خو طالبانو تل په دې سیمو کې د خپلو جنګیالیو جګړې رد کړې دي.