د القاعده رهبر کابل کې ووژل شو؛ مقاومت جبهه: افغانستان یو ځل بیا د القاعدې امن پټنځاین شوی

لخوا Aamaj News

کابل کې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې د ایمن الظواهري د وژل کېدو په لړ کې، د مقاومت جبهې بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري وایي، چې افغانستان یو ځل بیا د القاعدې امن پټنځای شوی.

نظري یو لړ ټوېټونو کې لیکلي، په تېر یو کال کې څو ځلې د مقاومت جبهې لخوا نړې ته خبرداری ورکړل شو، چې الظواهري او د القاعده نور رهبران د طالبانو تر سلتنې لاندې افغانستان ته ګرځېدلي؛ خو د دوی خبرداري د ۲۰۰۱ کال په څېر د امریکا له لوري جدي ونه ګڼل شول.

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول زیاته کړې، یو کال یې وخت ونیولو چې امریکا په عمل لاس پورې کړي. نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره، دا هېواد یو ځل بیا د القاعدې پټنځای شوی.

نوموړي زیاته کړې، یوازینۍ ډله چې له هر ډول ملاتړ او مرستې پرته د ترورېزم په وړاندې نړیوالې جګړې ته دوام ورکوي، د مقاومت جبهه ده.

د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري تېره ورځ کابل کې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د افغانستان خاوره کې د القاعده شبکې د رهبر وژنه د غبرګونونو له موجونو سره مخ شوې.
د امریکا ولسمشر جو بایډن دوشنبه ناوخته خبر ورکړ چې ایمن الظواهري د کابل ښار په زړه کې د یاد هېواد بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی.

د القاعده شبکې رهبر په داسې حال کابل کې د امریکا لخوا وژل کېږي چې طالبانو له دې وړاندې تل د افغانستان خاوره کې د تروریستي ډلو له نشتون څخه ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ