تخار کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې یاد ولایت کې د طالبانو پر یوه قرارګاه د مقاومت جبهې په برید کې دوه طالبان وژل شوي.
د سرچینې په وینا یاد برید تېره شپه (پنجشنبه د زمري ۶مه) د تخار ولایت ورسح ولسوالۍ کې د طالبانو کلتوري کمیټې په متحرکه قرارګاه باندې شوی.
شرچینې زیاته کړې چې د یاد برید په پایله کې د مقاومت جبهې یو پوځي هم ټپي شوی.
طالبان په دې اړه څه نه وایي.