په کاپیسا کې د طالبانو پر یوې پوستې د مقاومت جبهې برید؛ پنځه طالبانو ته مرګژوبله واوښتل

لخوا Aamaj News

په کاپیسا کې د مقاومت جبهې چریکیانو د ویډیوګانو په خپرولو وایي چې د تیري شپې شاوخوا ١٠:٠٠ بجې د کوهستان د حصه دوم ولسوالۍ په قزاق کلي کې یې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی.

د مقاومت چریکیانو زیاتوي چې د دغه برید په پایله درې طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.

د چریکیانو په وینا په دغه برید کې دوی ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

سرچینې له آماج سره په خبرو د تېري شپې نښته مني خو ځایي طالبان په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ