د ناروې د بهرنیو چارو وزیره: موږ د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته کوم میل نه لرو او دا کړنه به ونه کړو

لخوا Aamaj News

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې آنیکن هویتفلد، د مونیخ امنیتي ناسته کې د افغانستان په اړه وویل؛ چې هېواد یې نه غواړي طالبان په رسمیت وپېژني. نوموړي زیاته کړې: “د دې کړنې لپاره هېڅ میل نه لرو.”

نوموړې زیاته کړې: “هغه څه چې نن په افغانستان کې وینو، ډېر جدي او اندېښنه پاروونکی وضعیت دی.”

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې ناروې په اُسلو کې د طالباتو یو هیئت کوربه وه. خو له طالبانو سره د دې هېواد د چارواکو لیدنه د خلکو له اندېښنو او نیوکو سره مخ شوه.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې څرګنده کړې؛ چې د ناروې هېواد په سیاست کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او د هېواد استازو یې کابل ته د سفر په لړ کې، د انساني ارزښتو او بشر حقونو په اړه د ناروې غوښتنې یې په کره ډول طالبانو ته ویلي دي.

له دې سره، تر اوسه هېڅ هېواد طالبان په افغانستان کې په رسمیت پېژندلي.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره، دا هېواد د یو کړکېچن انساني ناورین او اقتصادي کړکېچ سره مخ شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ