د ناروې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان یو شمېر مدني فعالانو او طالبانو هيئت تر منځ د تړلو دروازو تر شا خبرې اترې پیل شوې.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په وینا؛ دا خبرې اترې پر بشري حقونو له غور سره پیل شوې دي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په رهبرۍ د طالبانو هیئت نن د اُسلو ښار په سوریا موریا هوټل کې له یو شمېر ښځو او مدني فعالانو خبرې اترې کړي.
د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، دوشنبې ورځ به طالب استازي د امریکا متحده ایالاتو، فرانسې، بریتانیا، آلمان، ایتالیا او اروپایي ټولنې له استازو سره وګوري.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په وینا؛ سه شنبه ورځ د طالب استازو او د ناروي چارواکو دوه اړخیزو خبرو اترو ته ځانګړې شوې.
د طالبانو هیئت دا خبرې اترې، په اروپا کې له غربي ډيپلوماټانو سره لومړۍ لیدنه ده.
دا په داسې حال کې ده؛ چې اُسلو ته د طالبانو هیئت سفر، په ناروې او نورو اروپایي هېوادونو کې د افغانانو له نیوکو سره مخ شوی.