د افغانستان کړکېچن وضعیت؛ ناروې د کړکېچ د حل په موخه اسلو کې درې ورځینۍ خبرې اترې ترسره کوي

لخوا Aamaj News

د ناروې بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره؛ د روان کال جینوری میاشتې په ۲۳-۲۵ نېټه د یاد هېواد چارواکو او ناروې کې استوګن افغانانو سره د طالبانو د خبرو لپاره، اسلو ته د طالبانو له رابللو خبر ورکړی.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر آنیکن هویتفلد وایي: “موږ په شدت سره د افغانستان کړکېچن وضعیت ته په اندېښنه کې یو، هغه ځای چې میلیونونه کسان له شته مصیبتونو سره مخ دي.”

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې؛ چې د افغانستان خلکو سره د مرستې لپاره اړتیا ده، تر څو نړیواله ټولنه او افغانان له بېلابېلو لارو له طالبانو سره خبرو اترو ته دننه شي.

نوموړي زیاته کړې: “له طالبانو څخه زموږ غوښتنې ښکاره دي، په ځانګړي ډول د نجونو پوهنې او بشري حقونو او سربېره پر دې د ښځو حقونه او په ټولنه کې د دوی برخه.”

ښایي طالبان په اسلو کې د ناروې سربېره د څو نورو هېوادونو چارواکو او د افغان ښځینه رهبرانو، خبریالانو او بشري حقونو مدافعینو سربېره د افغانانو له بېلابېلو افغانانو سره وګوري.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ چې دا خبرې د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره نه دي، خو دوی له طالب چارواکو سره د خبرو اترو ته میل لري. د نوموړي په وینا؛ دوی نه پرېږدي چې په افغانستان کې سیاسي وضعیت له دې څخه نور هم کړکېچن شي.

په افغانستان کې د طالبانو له پینځو میاشتو واک ته رسېدو وروسته، تر اوسه هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي.

اړوند لیکنې

3 تبصرې

graliontorile April 21, 2023 - 9:36 am

Good day! This post couldn’t be written any better! Reading this post reminds me of my old room mate! He always kept talking about this. I will forward this page to him. Pretty sure he will have a good read. Thanks for sharing!

ځواب
viscose estampada de qualidade May 27, 2023 - 12:32 am

Very interesting information!Perfect just what I was searching for! “All the really good ideas I ever had came to me while I was milking a cow.” by Grant Wood.

ځواب
pragmatic303 slot May 27, 2023 - 5:51 pm

Undeniably imagine that which you said. Your favourite justification seemed to be on the web the easiest thing to take into account of. I say to you, I certainly get irked at the same time as other folks think about issues that they just do not recognise about. You managed to hit the nail upon the top and defined out the entire thing without having side effect , other folks can take a signal. Will likely be back to get more. Thanks

ځواب

یو نظر پریږدئ