په شمال کې د طالبانو پر ضد د جنګي جبهو د بریدونو له زیاتېدو او د غیر پښتون جنګیالیو په اړه د طالبانو د مشرتابه له بې باورۍ وروسته، دوی اوس د هیواد شمالي ولایتونو ته پښتانه جنګیالي استولي دي.
سرچینې آماج ته وايي، چې د تخار ولایت په ورسج ولسوالۍ کې له نښتو او د مقاومت کوونکو لخوا د دغي ولسوالۍ د څو کلیو له نیولو وروسته طالبانو اوس دغي ولسوالۍ ته د ځانمرګو قطعو په ګډون لسګونه جنګیالي استولي دي. دوی وايي چي دا جنګیالي ټول پښتانه دي.
دغه ځواکونه په داسي حال کي تخار ته استول شوي چي طالبانو په ورسج ولسوالۍ کي دوو سیمه ییزو قوماندانانو داراباي او ډاکټر داود ته امر کړی و چي د مقاومت جبهې د ځواکونو په وړاندي و جنګیږي، خو دغه دواړو قوماندانانو دغه امر له پامه غورځولی و.
په همدې حال کې د بدخشان سیمه ییزې سرچینې آماج ته وايي، طالبانو د افغانستان له سوېل څخه دې ولایت ته شاوخوا ۳۰۰ پښتانه جنګیالي استولي دي. دوی زیاتوي چې پښتانه طالبان د بدخشان مهمي سیمي په اختیار کي نيولي دي.
په پنجشېر کې سيمه ييزي سرچينې هم آماج ته وايي چې په غيرپښتنو طالبانو کي د نه همکارۍ او د بې باورۍ پسي اوس د دغه ولايت په ځينو سیمو کي پښتانه طالبان په ښوونځيو ځای پرځای شوي دي.
په ورته وخت کي د بغلان ولایت په اندراب کي سرچینې آماج ته تاییدوي چې د غیر پښتون جنګیالیو په ځانګړې توګه د اندراب د جبهې په وړاندي د بدخشانیانو د جګړې په نه کولو د طالبانو له مایوسۍ وروسته طالبانو اوس دغه ولایت ته پښتانه جنګیالي استولي دي.
په همدې حال د شمالي ولايت سمنګان څخه خبر رارسيږي چي طالبانو د دغه ولایت يو ازبک تبار قومندان نیولی دی. طالبانو ملا جندالله د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی دی.
د بې باورۍ، د پښتنو جنګیالیو د ځای پر ځای کېدو او په شمال کې د غیر پښتون طالب قوماندانانو د نیولو خبرونه په داسي حال کي اورېدل کيږي چي طالبان وايي چي د دوی ترمنځ هیڅ قومي توپیر نشته.
3 تبصرې
over the counter lasix Minor 1 nabumetone will increase the level or effect of parecoxib by acidic anionic drug competition for renal tubular clearance
Cortisol is not all bad buy real cialis online After answering any questions you have, our doctor will call in your prescription to your preferred pharmacy so you can pick it up
Menopause, considered to begin 12 months after a woman s final menstrual period, is associated with a dramatic drop in estrogen levels buying cialis online safe