په پنجشېر، بغلان او تخار کې د طالبانو او مقاومت جبهې تر منځ د نښتو له زیاتېدو او همدارنګه له جنوب څخه شمال ته د پښتانه طالب ځواکونو له لېږلو وروسته او په اکسفورډ کې د امنیت شورا د پخواني سلاکار، حمدالله محب وینا وروسته چې د يو شمېر له شدید مخالفت او د ځینو له دفاع سره مخ شوه؛ د هېواد د ځوانانو تر منځ قومي او سمتي تاوتریخوالی هم زیات شوي دي.
طالبان چې تل یې د مقاومت جبهې ځواکونو ته د «لندغر» او «باغی» نوم ورکړی، دا ځل د کولابي لنډغر په ټویټر کې په ټرنډ تبدیل شو.
دا موضوع په اکسفورډ پوهنتون کې د حمدالله محب د وینا په اړه چې په بېلابېلو بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو په ځانګړې توګه د غیر پښتنو د سختو اعتراضونو او د یو شمېر پښتانه سیاستوالو او خبریالانو له خوا د دغې وینا د دفاع په غبرګون کې راپورته شوې وه. تر دې مخکې د افغانستان راډيو ټلوېزيون پخواني خبريال، داوود جنبش د محب له وينا سره مخالفت د «سقاوي لنډغرۍ» د فرهنګ يوه برخه بللې وه. همدارنګه د جمهوري ریاست د دورې والي، محمد حلیم فدایي د محب څرګندونو ته مخالفت «لندغریزم» او د پخواني سلاکار سپکاوی کوونکو ته «لنډغران» و بلل.
د دغو لفظي شخړو وروسته، د ټویټر یو شمیر کاروونکو د دغو عنوانونو په اعتراض کې خپل انځورونه د «کولابي لنډغر» په لیکني سره خپاره کړل. یو کارونکي د خپل ځان او د خپلې میرمنې د انځور په خپرولو لیکلی: «د کولابي لنډغرو یوه جوړه» بل کارونکي په ملي جامو کې خپل عکس پوسټ کړی او لیکلی «کولابي لنډغر د افغانستان اصلي مالک دی». همدارنګه یو بل کاروونکي لیکلي: «کولابي لنډغر تر پنجابي لاس پوڅی ښه دی.»
دا ډول غبرګونونه ډېر د هغو القابو او نومونو د بدۍ ليري کولو لپاره استعمالیږي چي د یوې ځانګړې ډلې په وړاندې کارول کیږي.
خو «تاجکانو ته د کولابي په نوم نومول» توند غبرګونونه هم راپارولی دی. مصدق پارسا په غبرګون کې لیکلي، «کولابي د خپلو ماشومانو پر مخ ښوونځۍ نه تړي، کولابي خپله ښځه انسان ګڼي، او کولابي په ځان وژنه کې ځان بسیایني ته ندی رسېدلی.»
یو شمېر کارپوهان له جنوب څخه شمال ته د طالبانو د لښکرکشۍ ناسمه پرېکړه یوه نه جبرانېدونکې تېروتنه بولي او دې ته په هېواد کې د کورنۍ او قومي جګړې د پیل په سترګه ګوري.
کولاب: دا د تاجکستان یو له پخوانیو ښارونو څخه دی چې د ختلان په ولایت کې موقعیت لري، چي د دغه ښار تاریخي قدامت ۲۷۰۰ کلونو ته رسیږي، دا د تاجکستان شپږم لوی ښار دی.
9 تبصرې
I appreciate you sharing this blog.Really looking forward to read more. Really Great.
For the reason that the admin of this site is working no uncertainty very quickly it will be renowned due to its quality contents.
I truly appreciate your technique of writing a blog. I added it to my bookmark site list and will Watch bbc news persian
I like the efforts you have put in this regards for all the great content.
… [Trackback]
[…] Read More here to that Topic: aamajnews24.com/ps/north-war-tajik/ […]
So great to find someone with some original thoughts on this topic. Really..
You re so awesome! I don t believe I have read a single thing like that before.
Good post! We will be linking to this particularly great post on our site. Keep up the great writing
I appreciate you sharing this blog post. Thanks Again. Cool.