د جګړې د موسم پیل؛ د شمال پیاوړي څېرې چېرته او په څه بوختې دي؟

لخوا Jamshid Wakili

اته میاشتې کېږي چې د افغانستان واک ګېډۍ د طالبانو په لاس کې ده. د جمهوریت نظام د اشرف غني له تېښتې سره وپرځېد او په تېر حکومت کې پېژندل شوې او مطرح څېرې، شخصیتونه او سیاستوال د نړۍ هرې ګوښې ته تيت شول. د نظام پرځېدو له هماغه لومړیو بیا تر اوسه دا یوه کیسه په تکرار سره وویل شوه او هغه دا چې، په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې جګړه به په پسرلي کې بیا پیل شي.

ظاهراً په پنجشیر او اندراب کې چریکي جګړې د طالبانو لپاره یو سرخوږی ګرځېدلی او حتا دوی د سرتېرو د لېږد لپاره له الوتکو ګټه اخیستې ده. خو ډېری د طالبانو سنتي ضد څېرو او هغه څېرو اړه پوښتي چې د “شمال پیاوړو کسانو” په نوم ترې یادونه کېده. دوی پوښتي چې هغوی چېرته دي او په څه بوخت دي؟

مارشال عبدالرشید دوستم، عطامحمد نور او محمد محقق له “پیاوړو کسانو” دي، چې په څو وروستیو لسیزو کې یې د افغانستان په ځانګړي ډول شمال په بدلونونو کې یې رول درلود.

مارشال دوستم چېرته دی او څه پروګرام لري؟

مارشال عبدالرشید دوستم چې په انقره کې مېشت دی، ظاهراً له ترکیې سره د طالبانو د نږدې اړيکو او په سنتي ځای کې یې د اوزبېک طالبانو د شتون له امله لا هم د جدي رول لوبولو لپاره نه دی چمتو شوی او حتی د افغانستان لپاره یې د خپل پروګرام په اړه څه ویلي هم نه دي.

خو د مارشال دوستم ویاند، احسان نیرو آماج ته له طالبانو سره یو سیاسي هوکړې ته د نه رسېدو په صورت کې د پوځي مبارزو له پیل خبر ورکړی دی. خو داسې برېښي چې طالبان په ځانګړي ډول له هغه مارشال سره چې له “دشت لیلي” څخه هېڅ ښه خاطره نه ترې لري، هوکړې ته چمتو نه دي.

خو مارشال دوستم ته نږدې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي آماج ته وایي؛ چې عبدالرشید دوستم ځينې مجبوریتونه لري، چې ستونزمنه برېښې د طالبانو په وړاندې په ځانګړي ډول پوځي رول ولوبوي.

د مارشال سنتي ملاتړي او ترک هېوادونه هم نور له نوموړي څخه ملاتړ ته نه دي چمتو. ترکیې خپله له طالبانو سره نږدې اړیکې جوړې کړې دي او د رسمیت پېژندلو تر پولې یې مخ ته تللي او اُزبېکستان هم له طالبانو سره د ملګرۍ لاس ورکړی.

دا سرچینه وایي؛ چې له مالي او پوځي ملاتړ پرته جګړه ستونزمنه ده، بل پلو هغه کسان چې له مارشال سره هم ورته وو، نن د طالبانو له وېرې هم د خپلو قومیانو لپاره کوم کار نه شي ترسره کولی، نو باید په تمه ووسو چې مارشال په انزوا کې ژوند ټاکي او یا بله ټاکنه هم د ټاکلو لپاره لري.

خو مارشال ته یوه بله نږدې سرچینه آماج ته وايي؛ چې نوموړی هره ورځ څو ساعتونه په انقره کې د خپل انګړ په ښایسته ګل خانه کې تېروي او ځينې وختونه په خپل استوګنځي کې له یو شمېر سیاسي څېرو سره لیدنې هم لري. دغه سرچینه زیاتوي؛ چې دوستم له سیاسي لارې خپلو غوښتنو ته د نه رسېدو په صورت کې په افغانستان کې د پسرلنیو پوځي مبارزو لپاره د یوې ډلې جوړولو په لټه کې دی.

دغه سرچینه زیاتوي؛ چې مارشال دوستم په ایران کې د ګډوالو اُزبېک جنګیالیو یوې دلې جوړولو په لټه کې دی. خو له ایران څخه یوه خبر لرونکې سرچینه آماج ته وايي؛ چې ورته موضوع کره نه ده او تهران په هېڅ وجهه د ورته کړنې اجازه نه ورکوي، ځکه ایران له طالبانو سره د دوښمنۍ په لټه کې نه دی.

عطامحمد نور چېرته دی او څه کوي؟

عطامحمد نور د شمال پېژندل شوې سیاسي څېره چې د طالبانو په لاس له سقوط وړاندې نوموړی د “شمال امپراتور” په نوم یادېدو، په متحده عربي اماراتو کې مېشت دی.

نور په بلخ کې له خپل شل کلن سیاسي او پوځي شتون سره، په بېلابېلو ولایتونو پانګونه کړې ده او یو شمېر سیاسي، اقتصادي او پوځي څېرې یې په شااوخوا کې راټولې کړې وې، چې لمنه یې تر فاریاب او بغلان پورې رسېدله.

عطامحمد نور ته نږدې سرچینې وایي چې نوموړی هره ورځ په بېلابېلو هېوادونو کې له سیاسي څېرو سره لیدنې کړي، خو دوی وایي چې په پایله کې نور دې پایلې ته رسېدلی چې له طالبانو سره سیاسي تعامل ممکن نه دی او باید په بدیلو لارو چارو هم فکر وشي.

یادې سرچینې وایي؛ له دې سره چې له جغرافيې بهر پر سیاسي فعالیتونو بندیزونه پر خپل ځای دي او حتی د طالبانو پر ضد د احمد شاه مسعود ملاتړي هېوادونه هم له مقاومت څخه ملاتړ ته چمتو نه دي، خو نور د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د چریکي ګروپونو جوړولو په لټه کې دی.

یادې سرچینې وایي؛ چې نور له خپلو شخصي امکاناتو سره په سرپل، سمنګان، پروان، بغلان، کابل، فاریاب، پنجشیر، جوزجان، بامیان، غور، بادغیس او کندز کې د مقاومت عالي شورای چریکیان سمبال کړي او دا بهیر به په ټول افغانستان کې دوام ومومي.

محمد محقق چېرته دی او څه کړي؟

د محمد محقق نږدې کسان په ایران او ترکیه کې د نوموړي له شتون خبر ورکوي او وایي؛ اوسمهال نوموړی د طالبانو په وړاندې د هېڅ ډول مبارزې په لټه کې نه دی او په احتیاط سره قضیو ته ګوري. دغه سرچینه وایي، چې محمد محقق له طالبانو سره د ترکیې او ایران د نږدې والي له امله نه غواړي کومه ستونزه ورته پېښه شي. خپله محمد محقق هم له آماج‌نیوز سره په مرکه کې وايي؛ چې اوسمهال له طالبانو سره د جګړې لپاره کوم پروګرام نه لري. نوموړي ویلي: “اوس د خبرو اترو پروګرام لرم، نه د جګړې.”

د دې ټولو سربېره، د شمال دې سیاستوالو ته نږدې کسان آماج ته وايي؛ چې په پایله کې به دوی چُپ پاتې نه شي او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره به له هرې ممکنې لارې ګټه واخلي.

د مارشال دوستم ویاند، احسان نیرو له آماج سره په خبرو کې څرګنده کړه، چې سیاسي مبارزو کې د دوی غوښتنه د څو چوکیو ترلاسه کول نه دي. نوموړی ټینګار کړي؛ چې دوی د یو ټول ګډونه حکومت جوړېدو په لټه کې دي او په لوموړي ګام کې غواړي خپله یاده غوښتنه د ډیپلوماسۍ له لارې ترلاسه کړي. نیرو د دې په ویلو سره چې دوی دواړه سیاسي او پوځي مبارزو ته چمتو دي وویل: “تُند او افراطي چلند لا هم دوام لري. د تخصص نشتون، په واک کې د توکمونو او قشرونو د برابرۍ نشتون او لسګونه نور څيزونه دا روښانه کوي، چې د طالبانو حکومت ډېرې ستونزې لري. لوموړی موږ هیله لرو چې بحث مو جګړې ته ونه رسېږي او که جګړې ته هم ورسېږي موږ په جګړه کې متخصص کسان لرو، چې پوهېږي جګړه له کوم ځایه او په څه ډول پیل کړي. هر څوک چې په حق وي، خلک یې هم ملاتړ کړي، نړۍ یې هم ملاتړ کړي او مثبتې پایلې ته به هم رسېږي.”

دا چې طالبان دا ځل د تېر ځل په خلاف د افغانستان شمال په ځانګړي ډول د تُرکمن خلکو په منځ کې لري، بېله موضوع ده، چې د شمال سیاسي څېرو لپاره کار نورو هم سختوي.

خو احسان نیرو په دې باور دی؛ چې طالبان د تېرې دورې په پرتله کمزوري دي او د شمال اُزبېکانو ترمنځ د طالبانو نفوذ د دوی په ځواک کې زیاتوالی نه دی راوستلی. نوموړي وویل: “موږ فکر کړو چې طالبان د تېرې دورې په پرته کمزوري دي. لامل یې هم دا دی چې په تېره دوره کې اسامه بن لادن، ملا عمر او نور اغېزناک شخصیتونه وو چې دا ډله یې ملاتړ او رهبري کوله. خو هغه کسان چې نن د طالبانو په رهبرۍ کې دي او بسیا تجربې نه دي برخمن. دا چې دوی په څه ډول بریالي شول ټول پوهېږو چې له یوې لویې توطیې سره اړیکه لري.”

عطامحمد نور ته نږدې سرچینه په دې باور ده؛ چې نړۍ هېوادونو لخوا د طالبانو نه منل، د همدې سیاسي مشرانو او په ځانګړي ډول د نور د مدني مبارزاتو پایله ده. نوموړی ټينګار کړي، د دې سربېره چې نور په افغانستان کې شتون نه لري، خو د مدني مبارزاتو په برخه کې د افغانستان دننه مدني ډلو ملاتړی دی او ملاتړ یې کړي.

یادې سرچینې د نور له سیاسي مبارزاتو څخه د هېڅ هېواد نه ملاتړ کولو ته په اشارې سره وویل: “جګړه یوه ساده کړنه نه ده. هره مرمۍ چې افغانستان کې د مبارزینو لاس ته رسېږي، شااوخوا سل ډالره لګښت لري. له دې امله په افغانستان کې جګړه له بهرني ملاتړ پرته ممکنه نه ده او نور د همدې موضوع په درک کولو سره، نه غواړي له طالبانو سره یوې زنګوهلې جګړي دننه شي.”

خو احسان نیرو، له طالبانو سره په جګړه کې د مبارزې انګېزه یو اړین ټکی بولي. نیرو له د بهرنیو هېوادونو له ملاتړ پرته د طالبانو په وړاندې د یوې ګټورې مبارزې د جوړېدو د څرنګوالي په اړه وویل: “کله چې تاسې د مبارزې انګېزه ولری د نورو ملاتړ ډېر اړین نه دی. نن د نړۍ لخوا د طالبانو په رسمیت نه پېژندل له دې ډلې څخه د نړۍ د هېوادونو د ناخوښۍ په مانا دی. موږ په تېرو اوو میاشتو کې د نړۍ له هېوادونو سره په اړیکه کې وو، چې ډېری یې په افغانستان کې واک ته د یوې کوچنۍ ډلې د رسېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.”

محمد محقق ته هم یو نږدې کس وایي؛ چې په انزوا کې له ژوند څخه مرګ غوره دی، د نوموړي په باور ډېر ژر به د طالبانو په اړه د هېوادونو لیدلوری توپير وکړي او دا به په افغانستان کې دننه د محقق لا ډېرو فعالیتونو ته لاره هواره کړي.

حمیدالله سروري چې په ترکیه کې یې د سیاست برخه کې زده کړې کړې دي په دې باور دی، چې د شمال پیاوړې سیاسي څېرې د تاریخ په اوږدو کې خپله وروستۍ آزموینه ورکوي، که دا ځل دا سیاسي مشران ونه توانېږي د طالبانو په وړاندې هېڅ کړنه ترسره کړي. په حقیقت کې تاریخ به دوی هغه سیاسي رهبران قضاوت کړي چې هېڅ واک او ځواک یې نه درلودل. په ورته وخت کې سروري ټينګار کړي، چې دا سیاسي مشران د سیمې لویو ځواکونو سره نږدې اړیکې لري او د یو بهرني ملاتړ پرته نه توانېږي هېڅ مبارزه رهبري کړي.

په پایله کې داسې برېښې چې طالبانو له دې څېرو سره هېڅ ډول تعامل ته چمتو نه دي او په شمال کې یو اړخیزه بریا روانه ده. خو دا چې د “شمال پیاوړې څېرې” کوم څه ترسره کولی شي یا نه، وخت به ورته ځواب ووایي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ