ملګرو ملتونو سازمان: شمالي کوریا له بندیزونو سربېره د وسلو په پراخوالي ته مخه کړې

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو سازمان محرمانه راپور پر بنسټ چې د فرانسې خبري آژانس ته رسېدلی، تېر کال شمالي کوریا د نړیوالو بندیزونو سربېره خپلو هسته‌اي او موشکي پروګرام پراختیا ته دوام ورکړی.

د راپور پر بنسټ؛ د شمالي کوریا پلازمینه پیونګ یانګ باندې د هسته‌اي مسألې له امله بندیزونه شدید دی او نه شي کولی سکاره، وسپنه، منسوجات، بهري خواړه او نور محصولات صادر کړي.

دغه راپور زیاتوي؛ په داسې حال کې چې تېر کال د د پیما قارې بالستیک موشکونو لېږل یا هېڅ هسته‌ای آزمایښت نه دی شوی، شمالي کوریا د “هسته‌ای انشقاقي توکو د تولید لپاره خپل ظرفیت” د پراختیا ته دوام ورکوي.

د یاد سند پر بنسټ، شمالي کوریا د دولت د لاسته راړو عواید د مهمې سرچینې په توګه، له سایبري بریدونو او په ځانګړي ډول ډیجیټلي پیسو له شتمنیو سره وصل شوی.

په داسې حال کې چې د غربي هېوادونه پر پیونګ یانګ د لا زیاتو فشارونو باندې ټینګار کړي، خو مسکو او پکن د بشردوستانه لاملونو او له شمالي کوریا له رهبر کېم جونګ اون سره د لا زیات انعطاف په موخه د بندیزونو د کمېښت غوښتنه کړې.

پیونګ یانګ په جنوري میاشت کې بې مخینې تسلېحاتي آزمایښت ترسره کړ، له دې ډلې د ۲۰۱۷م کال د ټولو قوي موشک لېږل، چې کولی شي په یاد هېواد کې د لرې لېږدونکې موشکونو او هسته ای آزمایښتونو د بیا پیلېدو نښه ووسي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ