جبري کډه؛ «په فاریاب کې د ازبېکانو، بغلان کې د تاجیکو او په میدان وردکو کې د هزاره وو د مځکي غصب جریان لري»

لخوا Aamaj News

په فاریاب کې ځایي سرچینې آماج ته تاییدوي چې وسلوالو کوچیانو د دغه ولایت په شیرین تګاب کې یوه سپین سرې ښځه ځکه وژلې ده چې نه یې غوښتل خپله مځکه دوی ته ورکړي.

د سرچینې په وینا دا پېښه تېره ورځ (پنجشنبه، چنګاښ ٣٠مه) د فاریاب په شیرین تګاب کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې له قوله کوچیانو لومړی د ولسي پاسون پخواني قومندان، سخي رییس پر کور یرغل وکړ او غوښتل یې په زوره د کرنیزو مځکو حاصلات یې واخلي؛ خو انا یې د کوچیانو خنډ ګرځېدلې وه چې همدا د دې بوډۍ د وژل کېدو لامل ګرځېدلی.

کوچیان او اصلي ازبېک اوسېدونکي کله نا کله د فاریاب په لیري پرتو کلیو کې سره ښکېل شي. د سرچینو په وینا کوچیانو د پښتانه طالبانو په ملاتړ خپلي څوکلني دعواوي نوي کوي او د کليو اوسېدونکي ګواښي.

د دې بوډۍ ښځې وژل کېدل غبرګونونه پارولي دي.

د فاریاب پخوانی والی، نقیب الله فایق ویلی چې کوچي طالبان د دغه ولایت په شیرین تګاب کې د ازبېکانو د مځکو د غصب په حال کې دي.

نوموړي پخپل ټویټر کې لیکلی: «ازبېک مور چې نه یې غوښت خپله مځکه پردیو ته ورکړي، د طالب لخوا ووژل شوه.»

هغه زیاته کړې چې د طالب په نامه یوه قوم پرسته ډله چې د خپل قوم ګټي د خدای له حکم نه لوړ بولي ادعا کوي چې مځکه او زمان د دوی دي.

نوموړی زیاته کړې: «تاریخ د میندو د ویني غچ اولادونو ته سپارلی دی.»

له بلي خوا د ولسي جرګې پخوانی غړی، مهدی راسخ هم ویلی چې کوچیانو د طالباتو په ملاتړ د فاریاب په شیرین تګاب کې د خلکو د مځکي د غصب په حال کې دي.

ښاغلی راسخ زیاته کړې چې دوی همدارنګه د میدان وردکو په بهسودو کې د مرګ کلي شل اوسېدونکي بندیان کړي او نور خلک جبري کډي او تېښتي ته اړ شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ