د اسلامي جمعیت ګوند “نور څانګې” رهبر عطامحمد نور د طالبانو معادنو وزارت سرپرست، شهابالدین دلاور هغه خبرو ته په غبرګون ښودلی او رد کړې یې دي؛ چې ګواکي نړیوالې ټولنې د ټولګډونه حکومت د جوړښت لپاره ۱۵ کسیزه نوملړ دوی ته سپارلی.
نور ویلي: “د طالبانو خپله بللي حکومت له وزیرانو څخه ملا دلاور ويلي؛ چې نړیوالې ټولنې یو ۱۵ کسیز نوملړ دوی ته ورکړی، چې ټولګډونه حکومت کې یې شریک کړي. دلاور په ړندو لوستی او فکر کړي چې د واک وږی یم.”
د جمعت رهبر زیاته: “کله چې مې کرزي او اشرف غني معاونیت ونه منلو او لسګونه حکومتي موقفونه مې شاته په پښه ووهل، څنګه کېدای شې راشم او د طالبانو حکومت کې شریک شم؟ هېڅکله نه.”
عطامحمد نور ټینګار کړی؛ چې د هېواد د ګټو لپاره د سولهییزو حل لارو په لټه کې دی، نه ګډون او هېڅکله د څوکۍ او ماموریت ترلاسه کولو په لټه کې نه دی، بلکې د خلکو له لاسه تللي اقتدار جوړولو لپاره هڅه کړي. نوموړي زیاته کړې؛ که سولې ته وخت ورنه کړل شي، یقیناً د طالبانو عسل میاشت به پای ومومي.
د نور څرګندونې په داسې حال کې کېږي؛ چې پرون د دوحې د هوکړې دویمې کالیزې له امله شهابالدین دلاور وویل؛ چې نړیوالې ټولنې د ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره دوی تن ۱۵ کسیز نوملړ سپارلی. دلاور زیاته کړه؛ چې دې نوملړ کې هغه محدود کسان دي چې له افغانستان تښتېدلي.
دلارو په یاد نوملړ کې د شاملو کسانو په اړه ډېر مالومات نه دي ورکړي، خو څه موده وړاندې د طالبانو ادارې دولتي ټلویزیون خبر ورکړی و، چې دې نوملړ کې د عطامحمد نور، محمد محقق، کریم خلیلي، سیما سمر او باتور دوستم په څېر شخصیتونه شامل دي.