اجباري نقاب؛ وسټ پر ښخو د بندیزونو په اړه د نړۍ ښکاره مخالفت طالبانو ته ورسولو

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس وسټ وایي؛ چې د طالبانو لخوا پر افغان ښځو د دوامداره بندیزونو لګولو په اړه یې د نړۍ ښکاره پیغام طالبانو ته رسولی.

وسټ زیاته کړې؛ چې دا پیغام یې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته لېږلی.

نوموړي تېره ورځ د یو ټويټ په خپرولو سره ویلي؛ چې د ښځو او نجونو ټولنې پر رول او حقونو د دوامداره د پراخېدو په حال کې بندیزونو له امله یې یو پارچه نړیوال مخالف اعلام کړی.

نوموړي ټینګار کړی؛ چې نجونې باید ښوونځي ته وګرځي، ښځې په آزاد ډول حرکت وکړي او له بندیزونو پرته له عادي اړیکو سره پرمختګ ته دوام ورکړي.

د طالبان بهرنیو چارو وزارت لا تراوسه د امریکا د ځانګړي استازي د رالېږل شوو خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ