له نیمروز څخه ایران ته «قاچاقي سفر» منع شو

لخوا Aamaj News

طالبانو له نیمروز ولایت څخه ایران ته  «قاچاقي سفر» منع کړي دي.

د نیمروز ولایت د طالبانو امنیه قومندان، سردار محمد ایوبي ټولو هوټلونو او طالبان پوله ساتو ځواکونو ته لارښوونه کړې چې نور هغو کسانو ته چې ګاونډیو هېوادونو ته د تګ اراده لري له هېواده د وتلو اجازه ور نه کړي.

نوموړي په یو غږیز ټیپ کې ویلي، چې د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په غیر قانوني توګه د سفر اجازه نه لري او له امر څخه د سرغړوني په صورت کې د طالب ځواکونو له خوا به ونیول شي.

طالبانو همدارنګه خپلو ځواکونو او د هوټلونو مالکینو ته خبرداری ورکړی چې پر لاري مسافرینو ته د ځای ورکولو په صورت کې،  و به نیول شي.

دغه د سفر بندیز په داسې وخت کې لګول کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه ایران ته غیر قانوني سفرونه په ډراماتیک ډول زیات شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ