په نیمروز کې یو سړي خپل د کورنۍ نهه غړي ووژل او خپله وتښتېد

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته وایي چې یو سړي په نیمروز کې د خپلي مېرمن په ګډون د خپلي کورنۍ نهه غړي وژلي او خپله تښتېدلی.

سرچینې زیاتوي چې دغه سړي ویس نومېده او د فراه اصلي اوسېدونکی و چې په نیمروز کې یې ژوند کاوه.

له یوې خوا په نیمروز ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ امنیت آمر، مولوي محمد مهاجر، د پېښي د پخلي تر څنګ ویلي چې هغه د خپلي مېرمن، ماشومان او خسر په ګډون خپل د کورنۍ غړي وژلي.

د دغي ډلییزي وژني د انګيزې په اړه څه نه دی ویل شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ