نېکلاسون طالبانو ته: انسانان له څارویو سره تشبیع کول د یو محترم او مشروع دولت ځانګړنه نه ده

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي توماس نېکلاسون؛ د طالبانو لخوا ښار کې خپرو شویو پوسټرونو کې له څارویو سره د بې حجابه ښځو تشبیع کولو باندې غبرګون ښودلی.

نېکلاسون تېره ورځ (جمعه) د یو ټوېټ خپرولو سره ویلي: «له څارویو سره د انسانانو تشبیع د یو محترم او مشروع دولت ځانګړنه نه ده.»

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې دا غبرګون په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهیې عن المنکر وزارت د کندهار ښار په بېلا بېلو سیمو کې د پوسټرونو په خپرولو سره ویلي: «هغه مسلمانه ښځه کې بشپړ اسلامي حجاب نه رعایت کوي، ځان د څارویو په څېر کوي.»

د یادونې وړ ده چې طالبان افغانستان کې له بیا واک ته رسېدو وروسته؛ د ټولو ډیپلوماټیکو هڅو سربېره نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو باندې نه دي بریالي شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ