نېکي هیلي: د طالبانو له واک ته رسېدو سره افغانستان د ترورېستانو لپاره امن پټنځای شوی

لخوا Aamaj News

فري بېکن د واشنګټن امریکایي رسنۍ په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې نېکي هیلي څخه په نقل قول یو مطلب کې لیکلي چې نوموړې په دې باور ده چې افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره، دا هېواد یو ځل بیا د ترورېستان امن پټنځای باندې بدل شوی او هلته ترهګر په آزادانه ډول فعالیت کوي.

هیلي له افغانستان څخه د امریکا له قید او شرط پرته وتلو ته په اشارې سره زیاته کړې چې دا د جوبایډن یوه فاجعه راوړونکی شاتګ، په ځانګړي ډول کابل کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې وروستی برید چې د القاعده رهبر ایمن الظواهري لامل شو، نړۍ یې لږ امن کړه او دا د امریکایي پوځیانو پر مخ یوه څپېړه وه چې د دې هېواد پوځ کې یې خدمت کړی.

هیلي وویل «امریکا هېڅکله نه شي کولی طالبان په رسمیت وپېژني، یا د طالبانو مالي ملاتړ وکړي، یا زموږ سترګې له سیمې لرې کړي.»

په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا یادې پخوانۍ استازې دې ته په اشارې سره چې طالبانو څو ځلې د امریکا متحده ایالاتو سره په خبرو کې ژمنه کړې وه، چې القاعده په ګډون د ترورېستي ډلو رهبرانو ته به پناه نه ورکوي؛ ویلي: «پر الظواهري برید دا څرګندوي چې نه توانېږو پر جهادي دولت باور وکړو.»

د دې سربېره یو شمېر جمهوري غوښتونکو رهبرانو د جو بایډن له کړنو په ناخوښۍ سره ویلي؛ په افغانستان کې د القاعده بیا شتون یو ځل بیا د بایډن پر دولت فشار زیاتوي تر څو هغه ډالري مرستې چې د افغانستان له سقوط څخه طالبانو ته لېږل کېږي، بند کړي.

دوی په دې باور دي هغه پیسې چې طالبانو ته ورکول کېږي په خپل سري ډول د القاعده جېب ته ځي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ