د طالبانو یو ملاتړي په وړاندې د نېکلاسون غبرګون؛ افغانستان رسمي حکومت نه لري، زموږ لپاره د طالبانو ډله یاست

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسون طالبانو ته د یوې نږدې څېرې د دې خبرې په تړاو چې تاشکند کې ټولو ګډونوالو له طالبانو څخه د افغانستان د حکومت په توګه یادونه وکړه؛ ویلي چې اروپایي هیئت د تاشکند غونډه کې طالبانو ته د افغانستان حکومت نه دی ویلی.

نوموړي زیاته کړې چې اروپايي ټولنې په ښکاره ویلي چې افغانستان رسمي حکومت نه لري.

نېکلاسون وویل چې اروپايي ټولنه طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په خپل ټويټر ليکلي: «د تاشکند په غونډه کې مو نه حکومت او نه مو هم واکمن چارواکي وویل؛ زموږ لپاره، یوازې (طالبان) یاست.»

دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو ملاتړي رسنیزې څېرې محم جلال په خپله ټوېټر پاڼه د تاشکند له غونډې په خوښۍ سره لیکلي چې د پېژندو لومړی پړاو پیل شوی. جلال ټینګار کړی: «اوسنۍ نظام هغه واقعیت دی چې نور څوک ورباندې سترګې نه شي پټولی.»

نوموړي زیاته کړې:«د تاشکند غونډې اړین ټکی دا دی چې د متحده ایالاتو په ګډون ټولو هېوادونو او سازمانونو په خپلو ویناوو کې د افغانستان دولت له کلیمې ګټه واخیسته او ویې کاروله.»

افغانستان کې د طالبانو نږدې یو کال واکمنۍ په تېرېدو سره لاتراوسه هیڅ هېواد دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د اروپایي ټولنې چارواکو ویلي چې د دوی لپاره د رسمي اړیکو رامنځته کولو لپاره اصلي شرط د یو ټول کډونه دولت جوړول دي چې د ټولو قشرونو او طیفونو استازی ووسي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ