د القاعدې مشر په کابل کې ووژل شو؛ اروپايي ټولنه: طالبانو په تاشکند کې په تکرار سره وویل چې افغانستان به د ترهګرو په خوندي ځاله نه بدلیږي

لخوا Aamaj News

د افغانستان په خاوره کې کې د القاعدې مشر، ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی، توماس نیکلاسون د طالبانو هغې ژمنې ته په اشارې سره چې افغانستان به بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي، ویلی چې طالبانو په تاشکند کې په بیا بیا ځلي سره وویل چې افغانستان به د ترهګرو په امن پټنځای نه بدلیږي.

ښاغلی نیکلاسون نن (چهارشنبه، زمري ۱۲مه) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د کابل په مرکز کې د امریکا له خوا د الظواهري وژل کېدل په دې اړه شکونه راپاروي چې آیا «طالبانو د القاعدې د مشر په وړاندې له اقدام ناخبره، نا توانه وو او که یې نه غوښتل؟»

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د القاعدې د مشر وژل کیدل له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی؛ خو طالبانو تر اوسه غلي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ