نیویارک ټایمز: له اقتصادي سقوط سره له افغانستان څخه څه باندې یو میلیون ښاریان تښتېدلي

لخوا Aamaj News

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تېره ورځ راپور ورکړی چې افغانستان کې د وروستي بدلونونو او اقتصادي سقوط په لړ کې له دې هېواد څخه سلګونه زره کسان کډوال شوي.

په دې راپور کې راغلي؛ چې څه باندې یو میلیون کسانو د افغانستان سویل لویدیځې پولې څخه ایران ته کډوال شوي.

د یاد راپور له مخې؛ دا شمېره د ۲۰۲۱م کال له اوکټوبر څخه د ۲۰۲۲م کال د جنوري میاشتې تر پایه ثبت شوي.

نیویارک ټایمز په دې راپور کې له مرسته کوونکو سازمانونو څخه په نقل قول یادونه کړې؛ چې په تخمینې ډول هره ورځ له ۴ تر ۵ زره کسان ایران ته دننه کېږي.

د یادونې وړ ده؛ چې هېواد کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو سره، اقتصادي ستونزې او بې کاري خورا ډېرې شوې دي.

بېوزلي او بېکاري له هېواد څخه د افغانستان ښاریانو د کډوالۍ خورا مهم لامل بلل کېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ