طالبان: لسګونه کسان په ننګرهار کې داعش ډلې سره له فعالیتونو راګرځېدلي او تسلیم شوی

لخوا Aamaj News

په ننګرهار کې د اتلو ولسوالۍ کې پنځوس کسان داعش ډلې سره له فعالیتونو راګرځېدلي او د طالبانو د استخباراتو ریاست ته تسلیم شوی.

یاد داعش وسلوال د قومې مشرانو په منځ ګړیتوب په ننګرهار کې د امنیت ریاست ته تسلیم شوي.

تسلیم شوي کسان وایي په خپلو تېرو کړنو پښېمانه دي او بیا به یادې ډلې سره فعالیتونه نه کوي.

دوی وایي د یادې ډلې کړي ظلمونه یې لیدلي او پرېکړه یې کړې چې وسره له فعالیتونو لاس واخلي او د اسلامي امارت ملا وروتړي.

د ننګرهار د استخباراتو مسولین وایي، چې د تسلیمۍ پروسه په مشروط شکل ده او تسلیم شوي کسان به یې تر څار لاندې وي که بیا تخریبي کړنو ته مخه کړي په وړاندې به یې له جدي اقدام وکړي.

دوی همدا رنګه وایی، چې په تېرو څو میاشتو کې په سونو داعش وسلوال د تسلیمۍ په موخه دوي ته ورغلي.

په ننګرهار کې دا داعش سرتېري په داسې وخت کې تسلیمېږي چې په دې وروستیو کې په کور دننه او نړیواله کچه د یادې ډلې د فعالیتونو د بېرته پیل کېدلو اندېښنې په ډېرېدو دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

The Underground November 5, 2023 - 9:15 am

I very delighted to find this internet site on bing just what I was searching for as well saved to fav

ځواب

یو نظر پریږدئ