د مقاومت جبهه: په بغلان کې د مقاومت په بريد او ځوابي برید په ترڅ کې ۲۷ طالبان وژل شوي

لخوا Aamaj News

د مقاومت جبهې ویاند، صبغت‌الله احمدي وايي، په تېرو څلوېښتو ساعتونو کې د بغلان ولایت د اندراب د پل حصار، خیر دره او دره جر کې مقاومت کوونکو د دفاع، برید او په ځینو سیمو کي په چټک ځوابي بریدونو کي د جګړې ډګر د طالب ځواکونو لپاره په دوږخ بدل کړی دی.

هغه زياتوي، چي طالبان د چورلکو او درانه توپونو په کارولو سره سره یو ځل بیا ماته و خوړه.

د مقاومت جبهې وياند زياته کړې چي په دې جګړه کې ٢٧ بدري، ځانمرګی او د سرې قطعې طالبان وژل شوي دي.
د هغه په ​​وينا، په دې نښته کې د مقاومت د جبهې درې غړي هم وژل شوي دي.

له کوچني اختر وروسته په بېلابېلو جبهو کې جګړو زور اخيستی. پنجشېر، تخار او بغلان هغه ولایتونه دي چې په دې شپو او ورځو کي د سختو جګړو شاهدان دي. خو طالبان په دغو ولایتونو کې هر ډول نښته ردوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ