د پخواني حکومت د ملي امنیت منسوبینو د طالبانو لخوا د عمومي عفوې په اړه پرانیستی لیک لیکلی.
د ملي امنیت د ” کارکوونکو، منسوبینو او سرتېرو”په لیک کې راغلي چې د یاد ریاست منسوبین په بېلا بېلو لارو ترور کېږي. دوی وایي؛ چې هېڅ ډول عفوې او د طالبانو په عفوه باور نشته.”
د پخواني حکومت د یاد ریاست د منسوبینو په دې لیک کې راغلي؛ چې “د ملي امنیت ریاست ټول منسوبین دې ژر تر ژره امنیتي تدابیر ونیسي، او هېڅکله دې په هېڅ بنسټ، کس او یا ډلې باور نه کړي او د ځان او خپلې کورنۍ د خوندیتوب لپاره دې له هېڅ لارې چارې مخ نه اړوي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره دې د انساني اصولو او منطق سره سمه هر هغه کړنه باندې عمل وکړي چې د دوی د ژوند ضمانت کړي.”
دوی د ناټو تړون له هېوادونو، بهرنیو او کورنیو همکارانو غواړي؛ چې د طالبانو عمومي عفوې موضوع دې تر څېړنې او غور لاندې ونیسي او له هدفي وژنو دې مخنیوی وکړي. د دوی په وینا؛ که چېرې د هدفي وژنو مخه ونه نیول شي، د دوی حوصله به پای ته ورسېږي، او طالبان له داسې برخلیک سره مخ شي، چې هېڅکله به یې په اړه فکر نه وي کړی.
همداشان د امنیت پخوانیو کارکوونکو لیکلي: “د ملګرو ملتونو سازمان او چارواکي یې باید د ملي امنیت د منسوبینو موضوع له بېړنۍ ناستې سره حل کړي او په افغانستان کې د دوی د برخلیک په اړه صحیح او د ملاحضې وړ پرېکړه وکړي او دې برخه کې دې خپلو هڅو ته سرعت ورکړي؛ او که نه ناورین به پیل شي، شاید افغانستان په سوریه او ویتنام بدل شي، چې له اقتصادي او سیاسي اړخ څخه به ټول هېوادونه له ګډوډۍ او د خصوصي حریم تر پښو لاندې کولو سره مخ او په راتلونکي کې به لویې ساونزې ورته رامنځته کړي.”
دوی له نړیوالو بنسټونو هیله لري تر څو یاد کارکوونکي یوازې پرېنږدي.
دوی زیاتوي: “موږ په سوله او آرامښت کې د ثبات لورنکي افغانستان غوښتونکي یو؛ خو که طالبان او یا بله هره تروریستي ډله نړیوالو پروتکلونو ته درناوری ونه کړي او رعایت یې نه کړي؛ بیا موږ ته د یادو قوانینو رعایت کول اړین نه دي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره به په هره کړنه لاس پورې کړو.”
همداشان دوی هیله ښودلې؛ چې نړۍ، ګاونډیان او نړۍ ټول هېوادونه په افغانستان کې د ناورین او د ناورین د مخنیوي لپاره له خپلو ټولو سرچینو ګټه واخلي تر څو افغانستان پر ځان بسیا او د تل پاتې ثبات ولري. او هېڅکله جګړې، وینې تویدنې او ورور وژنې ته اړتیا نه وي.