پر اوکراین شخړې؛ د ناټو سرمنشي: پر اوکراین د برید خطر ډېر لوړ دی

لخوا Aamaj News

د ناټو سرمنشي ینس استولتنبرګ د مونیخ امنیتي ناسته کې خبرداری ورکړی، چې ټولې نښې د روسیې له لوري پر اوکراین یو بشپړ برید ته اشاره کړي.

نوموړی ادعا کړي؛ چې پر اوکراین د برید خطر ډېر لوړ دی چې د نړۍ رهبرانو له ډلې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسون اندونه تصدیق کوي.

نوموړي په دې ناسته کې زیاته کړې؛ چې روسیه پر اوکراین د یو بشپړ پلان جوړولو په لټه کې ده او د برید خطر ډېر لوړ دی.

لویدیځ هېوادونه وايي؛ روسیې حداقل خپل ۱۵۰ زره ځواکونه له اوکراین سره د پولې په اوږدو کې ځای پر ځای کړي او پر هغې هېواد برید ته چمتو دي. خو روسیه پر اوکراین د هر ډول برید پلان رد کوي.

بل پلوه هم، د روسیې تر ملاتړ لاندې بېلتون غوښتونکو د اوکراین په ختیځ کې د اوکراین له برید څخه د وېرې له امله، د ښاریانو پراخه تخلیه پیل کړي.

په وروستیو کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له ولسمشر پوتین غوښتي چې له نوموړي سره وګوري او د ناورین د حل په لټه کې ووسي.

د اوکراین ولسمشر له هم له مسکو څخه د خپلو څرګندونو په اړه کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ