د افغانستان د ۱۹ کلنو فوټسال ملي لوبډلې نن پنجشنبه د سلواغه ۲۸ مه د ازبکستان د ۱۹ کلنو فوټسال ملي لوبډلې ته د ۸: ۱ په قوي پایلې سره ماتې ورکړه.
دا مهال د ۱۹ کلنو فوټسال ملي لوبډله د ۹ نمرو په لرلو سره د خپل ګروپ د جدول په سر کې ده.
د يادونې وړ ده، چې مجتبی حسیني د ازبکستان د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې د ۴ ګولونو په وهلو سره د دې لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.
په تېرو دوو ورځو کې د فوټسال ملي لوبډلې قرقیزستان او تاجکستان ته په ترتیب سره ۵-۳، ۵-۱ ماتې ورکړه.
د پایلو له مخې، که د ایران د نولس کلنو فوټسال ملي لوبډله د قرقیزستان ملي لوبډلې ته ماته ورکړي، د افغانستان ملي لوبډله به دغه سیالۍ وګټي؛ خو که د ایران د فوټسال ملي ټیم د قرقیزستان ټیم ته ماتې ورکړي، ملي ټیم به په دغو سیالیو کې دویم ځای خپل کړي.