د ناټو پخواني سرمنشي اندریاس راسموسن په فارین افرز کې د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو د مسوول علي میثم نظري د مقالې بیا خپرولو سره ویلي چې نړۍ کولی نشي افغانستان هېر کړي.
د ناټو پخواني سرمنشي په خپله ټوېټر پاڼه له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل تر د هغه چا ملاتړ وکړي چې د «طالبانو ځپونکي او تاوتریخوالي ډکې واکمنۍ په وړاندې درېږي».
علي میثم نظري د فارین افرز مجلې په مقاله کې ټینګار کړی چې مقاومت جبهه له طالبانو سره د مقابلې لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا نه لري.
نوموړي دې ته په اشارې سره چې روانې نښتې د یوې کورنۍ جګړې په پرتله ډېرې خطرناکه دي زیاته کړې، چې طالبانو سیمهییزو او نړیوالو ترورېسټي ډلو ته اجازه ورکړې تر څو افغانستان کې اډې جوړې کړي.